د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د ولایتي همغږۍ شپږ میاشتنۍ ناسته د کمېټې د مرکزي او ولایتي مسوولینو او کارکوونکو، د اطلاعات او فرهنګ وزارت د نشراتي معین او د دې وزارت د ویاند په حضور کې ترسره شوه.
دا ناسته په تېرو شپږو میاشتو کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د فعالیتونو د ارزونې، راتلونکي کال لپاره د پلانونو په جوړونې، د رسنیو د کار پر وړاندې د خنډونو او ستونزو د بررسي او په ټوله کې د رسنیزو فعالیتونو د عمومي وضعیت د ارزونې په موخه جوړه شوې وه.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې سرپرست عبدالقدیم ویاړ د دې سربېره چې د حکومت او خبریالانو ترمنځ د ښې همغږۍ او د خبریالانو پر وړاندې د پرتو ننګونو او خنډونو په برخه کې د کمېټې په فعالیتونو خبرې وکړې، ویې ویل چې په ځینو مواردو کې د پرمختګونو ترڅنګ خبریالان او رسنۍ لا هم په مالي او اطلاعاتو ته د لاسررسي په برخو کې له ستونزو سره مخ دي. ښاغلي ویاړ له اطلاعات او فرهنګ وزارت څخه وغوښتل، چې د رسنیو اقتصادي ستونزو ته رسیدګي وکړي او اطلاعاتو ته د لاسررسي په برخه کې لازم سهولتونه رامنځ ته کړي.
د اطلاعات او فرهنګ وزارت د نشراتو مرستیال حیات الله مهاجر فراهي د دې ترڅنګ چې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د فعالیتونو قدراني وکړه، ویې ویل چې اسلامي امارت هڅه کوي حکومتي ادارو ته د ویاندویانو په ګمارني سره اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسررسی اسانه او ښه کړي. ښاغلي فراهي زیاته کړه چې د رسنیو د اقتصادي ستونزو د کمولو په برخه کې د مالیاتي جرایمو په معافیت او له تجارتي څخه رهایشي بڼې ته د برېښنا تعرفې په بدلون خبرې اترې روانې دي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په تېر یوه کال کې د هېواد په کچه د عدالت غوښتنې او له حکومت سره د همغږي په برخو کې ۶۰۰ سترې او وړې ناستې ترسره کړي او تر ۱۲۰۰زیات رسنیز کارکوونکي د ملاتړ په پروګرامونو کې تر پوښښ لاندې نیولي دي. همدارنګه د تېر یوه کال په اوږدو کې تر ۵۰۰ تنه زیاتو رسنیزو کارکوونکو د کمېټې د ظرفیت لوړونې په پروګرامونو کې روزنه تر لاسه کړې ده.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د حکومت او رسنیو ترمنځ د ښې همغږي او د خبریالانو د کار لپاره د خوندي چاپیریال رامنځ ته کولو لپاره دوامدارې هڅې کوي.





