د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په درېیو ولایتونو کابل، هرات او ننګرهار کې د بېلابېلو رسنیو ۵۳ تنه خبریالانو ته «په راپور جوړونه کې د جنډر حساسیت» او «رواني درملنې» روزنیز پروګرامونه ترسره کړل.
په دې روزنیزو پروګرامونو کې خبریالانو د جنډر حساسیت پېژندنې، د جنسیتي برابري په اړه حساس ژورنالیزم، د محتوا په تولید او د رسنیو د مدیریت په برخو کې د جنسیتي برابري په مراعات، رواني مشکلاتو، ستړیا، وسواس او له ویرې سره د مبارزې په برخو کې روزنه ترلاسه کړه.
د رواني درملنې روزنیز پروګرام ګډونوالو د رواني درملنې په عمومي جلسه کې له ګډون وروسته د اړتیا او د ستونزو کچې ته په پام د انفرادي مشورتي جلسو ته معرفي شوې.
د رواني درملنې یوه تن ګډونواله وايي: «په اوسنیو شرایطو کې د داسې سمینارونو ترسره کول د هغو کسانو لپاره چې زیانمن دي، په ځانګړې توګه د ښځينه خبریالانو لپاره چې په اوسنیو شرایطو کې کار او فعالیت سخت شوی دی، ډېر اړین دي. »
د دې روزنیزو پروګرامونو ګډونوالو د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې څخه د دا ډول پروګرامونو له امله مننه وکړه.




