د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې څخه لیدنه وکړه

21 جدی 1401

د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند محمد صادق عاکف مهاجر د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې څخه لیدنه وکړه.


په دې لیدنه کې اطلاعاتو ته د خبریالانو په لاسررسي، د رسنیو په اقتصادي ستونزو، د رسنیو او حکومت په همغږي او د رسنیو اړوند یو شمېر نورو ستونزو په اړه خبرې اترې وشوې.


ښاغلي مهاجر په دې ناسته کې د رسنیو ستونزو ته په اشارې وویل، چې سرپرست حکومت هڅه کوي، ترڅو د رسنیو پر وړاندې پرتې ستونزو هوارې کړي.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د حکومت او رسنیو ترمنځ د همغږي او خبریالانو ته د خوندي چاپېریال د رامنځ ته کولو په برخه کې دوامداره هڅې کوي.