د یوناما د بشري حقونو څانګې مسوولینو کامیلا ګیبکي او کارولین لا د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې څخه لیدنه وکړه.
د یوناما د بشري حقونو څانګې مسوولینو سره د کمېټې په لیدنه کې د خبریالانو په خوندیتوب، د رسنیو او خبریالانو په اقتصادي ستونزو او د رسنیز کار پر وړاندې په ننګونو او ستونزو خبرې اترې وشوې.
په دې ناسته کې د یوناما د بشري حقونو څانګې مسوولینو د خبریالانو د خوندیتوب او د دوی د حقونو د تامین په برخه کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د هڅو ستاینه او مننه وکړه.

