د پروان ولايت د رسنيو او حکومتي چارواکو ترمنځ د همغږۍ ګډې کمېټې غونډه وکړه

4 دلو 1401

په پروان ولايت کې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او د حکومتي بنسټونو او رسنيو ترمنځ د ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه د حکومت او رسنيو د همغږۍ ګډې کمېټې غونډه وکړه.


د حکومت او رسنيو د همغږۍ ګډه کمېټه څه موده وړاندې د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې په غوښتنه، د خبريالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل او حکومتي بنسټونو او رسنيو ترمنځ د ښې همغږۍ رامنځته کولو په موخه جوړه شوه.


په ياده ناسته کې، په پروان ولايت کې د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې استازي مسرور لطفي، د دغه ولايت والي مولوي عبيدالله امين زاده، د والي مرستيال مفتي محمد ادريس، د ملکي او نظامي ادارو يو شمېر چارواکو او د سيمه ييزو رسنيو مسوولينو او خبريالانو برخه اخېستې وه.


په ياده غونډه کې، د رسنيو او خبريالانو د کار پر وړاندې پر پرتو ستونزو او د هغوی پر حل لارو، اطلاعاتو ته پر وخت د خبريالانو د لاسرسي او د رسنيو او حکومت ترمنځ د ښې همغږۍ رامنځته کولو باندې خبرې اترې وشوې.


د پروان والي او نورو حکومتي چارواکو وويل چې د رسنيو له فعاليتونو هر اړخيز ملاتړ کوي او هڅه به وکړي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي او خبريالانو د ستونزو د حل په برخه کې لا ډېرې اسانتياوې برابرې کړي.