په بلخ ولايت کې د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې له حکومتي چارواکو سره د همغږۍ ناسته وکړه

9 دلو 1401

د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې په بلخ ولايت کې د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو د حل په موخه له حکومتي مسوولينو، د يو شمېر رسنيو مديرانو او خبريالانو سره د همغږۍ او عدالت غوښتنې ناسته وکړه.


په دغه ناسته کې چې د حکومتي چارواکو او رسنيو ترمنځ د همغږۍ د زياتوالي په موخه جوړه شوې وه، په شمال کې د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې ولايتي مسوول عبدالطيف سهاک، د اطلاعاتو او کولتور رييس ذبيح الله نوراني، د استخباراتو رياست د مطبوعاتو مسوول عطامحمد ساهو، د اطلاعاتو او کولتور رياست د اطلاعاتو امر او د يو شمېر رسنيو مديرانو او د بلخ ځايي خبريالانو ګډون کړی و.


په دغه ناسته کې د خبريالانو او رسنيو د کار پر وړاندې په يو شمېر ستونزو، په ځانګړي توګه د برېښنا لوړو بلونو، د اترا د جواز د تمديد په برخه کې د رامنځته شوې ستونزې د حل او خبريالانو ته د اطلاعاتو او کولتور وزارت د ځانګړو کارتونو د وېش په اړه خبرې اترې وشوې.


د بلخ ولايت د اطلاعاتو او کولتور رييس ډاډ ورکړ چې نږدې وختونو کې به خبريالانو ته د وزارت کارټونه ووېشل شي او زياته یې کړه چې د په بلخ کې د مخابراتي خدمتونو د تنظيم ادارې (ATRA) او د خبریالانو او رسنيو د مسوولينو ترمنځ به د جوازونو د تمديد د ستونزې د حل په موخه د همغږۍ ناسته ترتيب کړي.


د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټه د حکومت او رسنيو ترمنځ د همغږۍ د زياتوالي او خبریالانو ته د خوندي کاري چاپیريال د رامنځته کولو لپاره تل هلې ځلې کوي.