د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې پلاوي د ننګرهار د اطلاعاتو او کولتور رييس سره وليدل

13 دلو 1401

د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې سرپرست رييس او ورسره مل پلاوي ننګرهار ولايت ته د سفر پرمهال د دغه ولايت د اطلاعاتو او کولتور رييس سره، اطلاعاتو ته د لاسرسي، د خبريالانو د ستونزو حل او همغږۍ رامنځته کولو ناسته وکړه.


په دغه ناسته کې، د کمېټې سرپرست عبدالقديم وياړ اطلاعاتو ته د لاسرسي اسانتياو په ډېرېدو ټينګار وکړ او غوښتنه يې وکړه چې بايد د اطلاعاتو او کولتور رياست د حکومت د يو مهم ارګان په توګه د رسنيو او خبريالانو د ستونزو پرمهال ډېره همکاري وکړي.


د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او کولتور رييس قاري نور محمد حنيف د کمېټې له ورغلي پلاوي مننه وکړه او ترڅنګ يې په ننګرهار کې د کمېټې د ترسره شويو فعاليتونو څخه خوښي څرګنده کړه. نوموړي له کمېټې وغوښتل چې دولتي وياندويانو ته دې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې د روزنې زمينه برابره کړي.


دغه راز په ناسته کې، د کمېټې او د حکومت ترمنځ د همغږۍ مسوول مطيع الله سرور د خبریالانو او حکومتي مسوولينو ترمنځ د ښو اړيکو په رامنځته کېدو ټينګار وکړ.


د افغان خبریالانو خونديتوب کمېټه تل هڅه کوي چې د خبريالانو او حکومت ترمنځ ښه همغږي او خبريالانو ته خوندي کاري چاپيريال رامنځته کړي.