د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې سرپرست رييس او ورسره مل پلاوي ننګرهار ولايت ته د سفر پرمهال د دغه ولايت امرباالعمروف او نهې عن المنکر له رييس سره، د خبريالانو د ستونزو حل او همغږۍ رامنځته کولو ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې سرپرست عبدالقدیم ویاړ د حکومتي مسوولینو او رسنیو ترمنځ د ښې همغږۍ په رامنځ ته کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د دې سفر یوه موخه همدا ده، ترڅو له حکومتي مسوولینو سره په ناستو کې د دې ولایت د خبریالانو ستونزو ته رسیدګي وشي.
د ننګرهار د امرباالمعروف او نهې عن منکر رييس مولوي محمد زاهد وفا ژمنه وکړه چې له خبريالانو سره به ښه همغږي رامنځته کوي او د دغې همغږۍ د رامنځته کولو لپاره به نږدې وختونو کې يوه ناسته هم برابره کړي.
د افغان خبریالانو خونديتوب کمېټه تل هڅه کوي چې د خبريالانو او حکومت ترمنځ ښه همغږي او خبريالانو ته خوندي کاري چاپيريال رامنځته کړي.