د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د تخار ولایت د یو شمېر رسنیو له مسوولینو او سیمه ییزو خبریالانو په ملتیا د دې ولایت له والي مولوي ضیاءالرحمن مدني سره د همغږۍ او عدالت غوښتنې ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې د رسنیو او حکومتي مسوولینو ترمنځ پرهمکارۍ، اطلاعاتو ته د خبریالانو په لاسرسي او د رسنیو ستونزو ته د حل لارو د موندنې په مواردو خبرې اترې وشوې.
د تخار والي د دې ترڅنګ چې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د هڅو او په دې ولایت کې د رسنیو د فعالیت ستاینه وکړه، ژمنه یې وکړه، چې تر خپله وسه به د رسنیو او خبریالانو لاسنیوی کوي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنیو او حکومت ترمنځ د لا ښې همغږۍ د رامنځته کولو په برخه کې په دوامداره توګه هڅې کوي.