د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې په لویديځ زون کې د يوناما له مشرې سره د همغږۍ ناسته وکړه

WhatsApp Image 2023-02-06 at 15.06.43.jpeg

18 دلو 1401

د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې په لویدیځ زون کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندويه ماموريت (يوناما) له مشرې ارزو هتاکوي سره د رسنيو د اقتصادي ستونزو د حل په موخه د رسنيو د مسوولينو او خبريالانو په موجوديت کې د همغږۍ ناسته وکړه.


په دغه ناسته کې، په لويديځ زون کې د خبريالانو او رسنيو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو او اقتصادي مشکلاتو خبرې وشوې.


په ختیځ زون کې د افغان خبریالانو خونديتوب کمېټې ولايتي مسوول شميل احمد مشعل اندېښنه څرګنده کړه چې رسنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او په دغه برخه کې يې د يوناما دفتر د مالي ملاتړ غوښتنه وکړه.


د یوناما دفتر د لويديځ زون مشرې ارزو هتاکوي له رسنيو د ملاتړ تر څنګ وويل، د ملګرو ملتونو له دفترونو سره به د بېلابېلو ناستو پر مهال هغوی تشويق کړي چې رسنيو او خبريالانو ته د روزنيزو او تبلغاتي پروګرامونو په ورکړې سره په لويديځ زون کې د رسنيو ملاتړ وکړي چې اقتصادي او مالي ستونزې يې تر يوه حده حل شي او خبريالانو ته د کار زمينه برابره شي.