د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې پلاوي په ننګرهار کې له خبریالانو او د رسنيو له مسوولينو سره وليدل

headeras.jpeg

19 دلو 1401

د افغان خبریالانو خونديتوب کمېټې سرپرست او ورسره مل پلاوي ننګرهار ته د سفر پرمهال د دغه ولايت له خبريالانو او د رسنيو مسوولينو سره وليدل.


په دغه ناسته کې د کمېټې سرپرست د ننګرهار له سيمه يیزو خبريالانو سره اطلاعاتو ته د لاسرسي، د خبریالانو خوندیتوب، د رسنيو کار کوونکو ته د روزنيزو پروګرامونو ترسر کولو او د حکومت او رسنيو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو خبرې اترې وکړې.


په ناسته کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې سرپرست عبدالقديم وياړ وویل، له سفر څخه يې يوه موخه له حکومتي چارواکو سره خبريالانو ته د اسانتياوو رامنځته کولو لپاره د ليدنې دي. ښاغلي وياړ حاضرو خبريالانو ته په وويل، د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه، خبريالانو ته د روزنيزو برنامو جوړولو ترڅنګ هڅه کوي چې د حکومت او رسنيو ترمنځ د ستونزو د حل لپاره ښه همغږي رامنځه کړي.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه خبريالانو ته د خوندي کاري چاپيريال رامنځته کولو په برخه کې هڅه کوي چې د رسنيو او حکومت ترمنځه ښه همغږي رامنځته کړي.