د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د بلخ، سمنګان او جوزجان ولایتونو له حکومتي مسوولینو، د رسنیو له مدیرانو او سیمه ییزو خبریالانو سره د عدالت غوښتنې او همغږي په موخه ناستې وکړې.
په دې ناستو کې اطلاعاتو ته د خبریالانو په لاسررسي، د اترا ادارې د جواز د تمدید، د خبریالانو خوندیتوب، د حکومت او رسنیو ترمنځ د همغږي په ټینګښت او د رسنیو اقتصادي ستونزو ته په حل خبرې اترې وکړې.
یادې ناستې د بلخ ولایت د مخابراتو رئیس ذبیح الله شاهین، د دې ولایتونو د اترا ادارې رئیس حافظ محمد نعمان ثابت، د جوزجان ولایت د اطلاعات او فرهنګ رئیس مولوي سیف الدین معتصم او د سمنګان ولایت د امنیه قومندان قاري احمدالله بدر په حضور کې ترسره شوې.
د دې ولایت حکومتي مسوولینو په یادو ناستو کې وویل، چې له دې وروسته د رسنیو لپاره د اترا ادارې جواز د تمدید او خبریالانو ته لا زیاتو سهولتونو د ایجاد په برخه کې همکاري ته ژمن دي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنیو او حکومت ترمنځ د لا ښې همغږي د تامین په برخه کې په دوامداره توګه هڅې کوي.



