د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په غزني، کاپیسا او زابل ولایتونو کې له حکومتي مسوولینو سره د همغږي ناستې وکړې

25 دلو 1401

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د غزني، کاپیسا او جوزجان ولایتونو له حکومتي مسوولینو، د رسنیو له مدیرانو او سیمه ییزو خبریالانو سره د عدالت غوښتنې او همغږي په موخه ناستې وکړې.


په دې ناستو کې اطلاعاتو ته د خبریالانو په لاسررسي، د خبریالانو خوندیتوب، د حکومت او رسنیو ترمنځ د همغږي په ټینګښت او د رسنیو اقتصادي ستونزو ته په حل خبرې اترې وشوې.


یادې ناستې د کاپیسا د امنیه قومندان مولوي ضیاءالحق حامد، د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار او د زابل ولایت لپاره د امربالمعروف رئیس خلیفه محمد ابراهیم جاوید په حضور کې ترسره شوې.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنیو او حکومت ترمنځ د لا ښې همغږي د تامین په برخه کې په دوامداره توګه هڅې کوي.