د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او روزنیز سازمان مسوولينو د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې څخه لیدنه وکړه

26 دلو 1401

د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او روزنیز سازمان (يونسکو) د خبريالانو د خوندیتوب او د بيان ازادۍ د پروګرامونو لوی متخصص اندریا کایرولا او د کابل د دفتر د پروګرامونو مسوول بصیر قريشي د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې څخه لیدنه وکړه.


د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې څخه د يونسکو د مسوولينو په دغه لیدنه کې د خبريالانو او رسنيو د ملاتړو بنسټونو د ترمنځ د همغږۍ، د خبريالانو خوندیتوب، د رسنيو اقتصادي ستونزو او د خبريالانو د کار پر وړاندې د پرتو ستونزو په اړه خبرې اترې وشوې.


په لیدنه کې، د يونسکو مسوولينو، د خبريالانو د حقونو د پاېښت او خونديتوب په برخه کې د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې هلې ځلې وستايلې او ټينګار یې وکړ چې دا سازمان د خبريالانو او رسنيو ملاتړ ته ژمن دی.