د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په لوېدیځ زون کې د رسنیو او خبریالانو ستونزې د اطلاعات او فرهنګ وزارت له وزیر مولوي خیرالله خیرخواه سره شریکې کړې.
په لوېدیځ زون کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازي شمیل احمد مشعل د دې ترڅنګ چې د رسنیو او خبریالانو اقتصادي، اطلاعاتو ته لاسررسي او په یو شمیر حکومتي ادارو کې د ویاندویانو د نشتون ستونزې شریکې کړې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر څخه یې غوښتنه وکړه، چې په ولایتونو کې دې هم د رسنیو د سرغړونو کمیسیون څانګې فعالې شي.
د اطلاعات او فرهنګ وزیر له رسنیو او حکومت سره د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د ښې همغږۍ له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه چې هڅه کوي ترڅو د رسنیو او خبریالانو د کار پر وړاندې پراته خنډونه له منځه یوسي. نوموړي همدارنګه د رسنیو د ستونزو د حل په برخه کې په هرات کې د حکومتي مسوولینو او رسنیو د همغږۍ کمېټې کارونه وستایل او دا یې د رسنیو د ستونزې د حل په برخه کې ګټور ګام وبلل.
د حکومتي مسوولینو او رسنیو د همغږي ګډه کمېټه له څه مودې راهیسې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په وړاندیز په هرات کې فعاله شوې، ترڅود رسنیو او خبریالانو ستونزو ته رسیدګي وشي او د حکومت او رسنیو ترمنځ همغږي لا ځواکمنه شي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنیو او حکومت ترمنځ د لا ښې همغږي د تامین په برخه کې په دوامداره توګه هڅې کوي.
