د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د بامیان، کاپیسا او سرپل ولایتونو له حکومتي مسوولینو، د رسنیو له مدیرانو او سیمه ییزو خبریالانو سره د عدالت غوښتنې او همغږي په موخه ناستې وکړې.
په دې ناستو کې اطلاعاتو ته د خبریالانو په لاسررسي، د خبریالانو خوندیتوب، د حکومت او رسنیو ترمنځ د همغږي په ټینګښت او د رسنیو اقتصادي ستونزو ته په حل خبرې اترې وشوې.
دولتي ادارې اطلاعاتو ته د لاسرسي د ښه والي او خبريالانو ته د لا زياتو اسانتياوو د برابرولو په برخه کې همکاري کوي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنیو او حکومت ترمنځ د لا ښې همغږي د تامین په برخه کې په دوامداره توګه هڅې کوي.


