د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د هلمند ولایت له مسوولینو سره د همغږي او عدالت غوښتنې ناسته وکړه

Header.jpeg

1 حوت 1401

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د هلمند ولایت له مسوولینو، د دې ولایت د یو شمېر سیمه ییزو خبریالانو او د رسنیو له مدیرانو سره د همغږي او عدالت غوښتنې ګډه ناسته وکړه.


په دغه غونډه کې چې د دولتي چارواکو او رسنیو ترمنځ د لازیاتې همغږۍ د رامنځته کولو په هدف جوړه شوې وه، په هلمند کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټې استازي عبدالله حقمل، د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حافظ عبدالباري راشد او یو شمیر نور مسوولینو او د سيمه ييزو رسنيو يو شمیر مسوولينو او خبريالانو برخه اخيستې وه.


په ناسته کې د دې ترڅنګ چې د خبریالانو د کار پر وړاندې په یو لړ ستونزو لکه اطلاعاتو ته د خبریالانو په لاسررسی خبرې وشوې، د حکومتي نهادونو او رسنیو ترمنځ د همغږي په رامنځ ته کولو هم ټینګار وشو او پرېکړه وشوه، چې د حکومتي مسوولینو او رسنیو ترمنځ دې د لا ښې همغږي په موخه په ولایتي کچه ګډه کمېټه رامنځ ته شي.


د رسنیو او حکومتي مسوولینو ترمنځ د همغږي ګډه کمېټه د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په وړاندیز او په ښه توګه د رسنیو او خبریالانو ستونزو ته د رسیدګي او د حکومتي بنسټونو او رسنیو ترمنځ د ښې همغږي په موخه رامنځ ته کېږي.


په دې ولایت کې حکومتي مسوولینو د دې ترڅنګ چې له رسنیو هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ، ژمنه یې وکړه چې حکومتي بنسټونه هڅه کوي، ترڅو خبریالانو ته سهولتونه رامنځ ته کړي.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د حکومت او رسنیو ترمنځ د همغږي او د خبریالانو لپاره د خوندي چاپيریال رامنځ ته کولو په برخه کې خپلو دوامداره هڅو ته دوام ورکوي.