د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې سرپرست د بلخ ولایت د اطلاعات او فرهنګ له رئیس سره وکتل

headwe.jpeg

2 حوت 1401

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازي د بلخ ولایت د اطلاعات او فرهنګ له رئیس سره په دې ولایت کې د خبریالانو پر وړاندې د پرتو ستونزو، اطلاعاتو ته د خبریالانو په لاسررسي او له حکومتي مسوولینو سره د خبریالانو د لا ښې همغږي د ټینګښت په موخه وکتل.


په دې ناسته کې د کمېټې سرپرست عبدالقدیم ویاړ اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسررسي په برخه کې د سهولتونو په رامنځ ته کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې کمېټه هڅه کوي د حکومتي مسوولینو او حکومت ترمنځ د ښې همغږي په رامنځ ته کولو سره په دې ولایت کې اطلاعاتو ته د رسنیو او خبریالانو لاسررسی اسانه کړي، ترڅو هغوی وکولای شي په خوندي چاپیریال کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.


د اطلاعاتو او کولتور رييس ذبيح الله نوراني سره د کمېټې د سرپرست عبدالقدیم ویاړ په ناسته کې د بلخ د اطلاعات او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر عطا محمد ساهو، د باختر اژانس مدیر، په شمال زون کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازي او د بلخ د عامه کتابتون مسوول ګډون درلود.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د رسنیو او حکومت ترمنځ د لا ښې همغږي د تامین په برخه کې په دوامداره توګه هڅې کوي.