د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د پکتیا ولایت له مسوولینو سره د همغږي او عدالت غوښتنې ناسته وکړه

Paktia meeting AJSC  (2).jpg

5 حوت 1401

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د پکتیا ولایت له مسوولینو، د دې ولایت د یو شمېر سیمه ییزو خبریالانو او د رسنیو له مدیرانو سره د همغږي او عدالت غوښتنې ګډه ناسته وکړه.


په دې ناسته کې چې د حکومتي مسوولینو او رسنیو ترمنځ د لا ښې همغږي په موخه جوړه شوې وه، په پکتیا کې د کمېټې استازي ساحل منګل، د پکتیا د اطلاعات او فرهنګ رئیس قاضي ثواب جان اسلام يار، یو شمېر نورو حکومتي مسوولینو او  ویندویانو او د پکتیا سیمه ییزو خبریالانو او د رسنیو مدیرانو ګډون کړی و.


په دغه ناسته کې د ژورنالیستانو پر وړاندې پرتو ننګونو د حل، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د دولتي بنسټونو او رسنیو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو په اړه د بحث تر څنګ د دولتي چارواکو او رسنیو په کچه د همغږۍ لپاره د یوې ګډې کمېټې د جوړولو پر اهمیت هم خبرې وشوې.


د یادونې وړ ده چې خبريالانو د ستونزو د حل او حکومتي ادارو او رسنيو تر منځ د هماهنګۍ د رامنځته کولو په موخه د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټه غواړي په دغه ولايت کې د حکومتي چارواکو او رسنيو د همغږۍ په موخه ګډه کمېټه جوړه کړي .


په دې ولایت کې حکومتي مسوولینو د دې ترڅنګ چې له رسنیو هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ، ژمنه یې وکړه چې حکومتي بنسټونه هڅه کوي، ترڅو خبریالانو ته سهولتونه رامنځ ته کړي.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د حکومت او رسنیو ترمنځ د همغږي او د خبریالانو لپاره د خوندي چاپيریال رامنځ ته کولو په برخه کې خپلو دوامداره هڅو ته دوام ورکوي.