د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د میدان وردګو ولایت له مسوولینو، د دغه ولایت د یو شمېر سیمه ییزو خبریالانو او د رسنیو له مدیرانو سره د همغږۍ او عدالت غوښتنې ګډه ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې چې د رسنيو او حکومتي چارواکو ترمنځ د همغږۍ د زياتوالي په موخه جوړه شوې وه، په کې د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې د مرکز زون مسوول ګلاب الدین اميري، د اطلاعاتو او کولتور رييس حبيب الله مجاهد، د امرباالمعروف او نهی ان منکر رييس محمد عالم ناصح، د ولايت مقام د دفتر رييس، د قوماندانۍ او ولايت مقام وياندویانو، د استخباراتو رياست مطبوعاتي مسوول، په دغه ولايت کې د کمېټې استازي شکر الله دانش او د میدان وردګو ولایت د ځايي رسنيو خبریالانو او مسوولينو برخه اخېستې وه.
په ناسته کې د دې ترڅنګ چې د خبریالانو د کار پر وړاندې په یو لړ ستونزو لکه اطلاعاتو ته د خبریالانو په لاسرسي خبرې وشوې، د حکومتي نهادونو او رسنیو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو هم ټینګار وشو او پرېکړه وشوه چې د حکومتي مسوولینو او رسنیو ترمنځ دې د لا ښې همغږي په موخه په ولایتي کچه ګډه کمېټه رامنځته شي.
د رسنیو او حکومتي مسوولینو ترمنځ د همغږۍ ګډه کمېټه د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په وړاندیز او په ښه توګه د رسنیو او خبریالانو ستونزو ته د رسیدګي او د حکومتي بنسټونو او رسنیو ترمنځ د ښې همغږي په موخه رامنځ ته کېږي.
په دغه ولایت کې حکومتي مسوولینو د دې ترڅنګ چې له رسنیو هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ، ژمنه یې وکړه چې حکومتي بنسټونه هڅه کوي، ترڅو خبریالانو ته سهولتونه رامنځ ته کړي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د حکومت او رسنیو ترمنځ د همغږي او د خبریالانو لپاره د خوندي چاپيریال رامنځ ته کولو په برخه کې خپلو دوامداره هڅو ته دوام ورکوي.


