د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د کندهار ولایت له مسوولینو سره د همغږۍ او عدالت غوښتنې ناسته وکړه

header.jpeg

7 حوت 1401

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د کندهار ولایت له مسوولینو، د دغه ولایت د یو شمېر سیمه ییزو خبریالانو او د رسنیو له مدیرانو سره د همغږۍ او عدالت غوښتنې ګډه ناسته وکړه.


به دغه غونډه کې چې د دولتي چارواکو او رسنیو ترمنځ د لا زیاتې هغمږۍ د رامنځته کولو په موخه جوړه شوې وه، په سوېل حوزه کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې استازي احمد لودین، د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي نوراحمد سعید، د امرباالمعروف رييس مولوي عبدالرحمن طيبي، د استخباراتو رياست وياند احمد زبيراغا، د امنيه قوماندانۍ وياند حافظ صابر، د کندهار ښاروالۍ او حج او اوقافو رياستونو وياندويانو او د کندهار ولايت د سيمه ييزو رسنيو يو شمېر مسوولينو او خبريالانو برخه اخيستې وه.


په دغه ناسته کې د ژورنالیستانو پر وړاندې پرتو ننګونو د حل، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د دولتي بنسټونو او رسنیو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو په اړه د بحث تر څنګ د دولتي چارواکو او رسنیو په کچه د همغږۍ لپاره د یوې ګډې کمېټې د جوړولو پر اهمیت هم خبرې وشوې.


د یادونې وړ ده چې خبريالانو د ستونزو د حل او حکومتي ادارو او رسنيو تر منځ د هماهنګۍ د رامنځته کولو په موخه د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټه غواړي په دغه ولايت کې د حکومتي چارواکو او رسنيو د همغږۍ په موخه ګډه کمېټه جوړه کړي .


په کندهار ولایت کې حکومتي مسوولینو د دې ترڅنګ چې له رسنیو هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ، ژمنه یې وکړه چې حکومتي بنسټونه هڅه کوي، ترڅو خبریالانو ته سهولتونه رامنځ ته کړي.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د حکومت او رسنیو ترمنځ د همغږۍ او د خبریالانو لپاره د خوندي کاري چاپيریال رامنځته کولو په برخه کې خپلو دوامداره هڅو ته دوام ورکوي.