د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د خوست ولایت له مسوولینو، د دې ولایت د یو شمېر سیمه ییزو خبریالانو او د رسنیو له مدیرانو سره د همغږي او عدالت غوښتنې ګډه ناسته وکړه.
په دې غونډه کې چې د دولتي چارواکو او رسنیو ترمنځ د لازیاتې همغږۍ د رامنځته کولو په موخه جوړه شوې وه، په سويل ختيز زون کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې استازي فاروق جان منګل، د امربالمعروف او نهي عنی المنکر رياست مرستيال مولوي محمد محمد زمان، د ولايت مقام وياند محمد رسول عادل، د استخباراتو ریاست وياند قاري عبيدالله، د امنيه قوماندانۍ وياند مستعفر ګربز، د خوست ملي راډيو تلويزيون امر مولوي محمد نسيم فهيمي او د خوست ولايت د سيمه ييزو رسنيو یوشمیر مسوولينو او خبريالانو ګډون کړى و.
په ناسته کې د دې ترڅنګ چې د خبریالانو د کار پر وړاندې په یو لړ ستونزو لکه اطلاعاتو ته د خبریالانو په لاسررسی خبرې وشوې، د حکومتي نهادونو او رسنیو ترمنځ د همغږي په رامنځ ته کولو هم ټینګار وشو او پرېکړه وشوه، چې د حکومتي مسوولینو او رسنیو ترمنځ دې د لا ښې همغږي په موخه په ولایتي کچه ګډه کمېټه رامنځ ته شي.
د رسنیو او حکومتي مسوولینو ترمنځ د همغږي ګډه کمېټه د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په وړاندیز او په ښه توګه د رسنیو او خبریالانو ستونزو ته د رسیدګي او د حکومتي بنسټونو او رسنیو ترمنځ د ښې همغږي په موخه رامنځ ته کېږي.
په دې ولایت کې حکومتي مسوولینو د دې ترڅنګ چې له رسنیو هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ، ژمنه یې وکړه چې حکومتي بنسټونه هڅه کوي، ترڅو خبریالانو ته سهولتونه رامنځ ته کړي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د حکومت او رسنیو ترمنځ د همغږي او د خبریالانو لپاره د خوندي چاپيریال رامنځ ته کولو په برخه کې خپلو دوامداره هڅو ته دوام ورکوي.

