د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې سرپرست د بغلان له والي سره ولیدل

WhatsApp Image 2023-02-21 at 12.47.51.jpeg

8 حوت 1401

د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې سرپرست د بغلان له والي سره د خبريالانو د ستونزو، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د ځایي چارواکو ترمنځ د ښې همغږۍ په موخه ناسته وکړه.


د کمېټې سرپرست عبدالقديم وياړ د بغلان له والي مولوي حزب الله سميع الله سره په دغه لیدنه کې خبریالانو ته د خوندي کاري چاپيريال رامنځته کولو باندې ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې کمېټه هڅه کوي د حکومتي مسوولينو او خبريالانو ترمنځ ښې اړيکې او همغږي رامنځته کړي تر څو په دغه ولايت کې اطلاعاتو ته لاسرسی اسان شي او رسنۍ وکړای شي په خوندي چاپيریال کې فعاليت وکړي.


د بغلان والي ياد ولايت ته د کمېټې د سرپرست د سفر له امله مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې د دغه ولايت محلي ادارې به د خبریالانو د ستونزو د حل تاو اطلاعاتو ته د لاسرسي برخه کې هر ډول همکاري وکړي.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه تل هڅه کوي چې د حکومت او رسنيو ترمنځ همغږي پياوړي کړي تر څو خبريالانو ته خوندي کاري چاپیریال رامنځته شي.