د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې د غور له والي او نورو چارواکو سره د همغږۍ او حق غوښتنې ناستې وکړې

WhatsApp Image 2023-02-25 at 15.40.54 (1).jpeg

10 حوت 1401

د افغان خبريالانو خوندیتوب کمېټې د غور له والي ملا احمد شاه دين دوست، د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي عبدالحی زعيم، د سيمه ييزو رسنيو مسوولينو او خبريالانو سره په ګډه د همغږۍ او عدالت غوښتنې ناستې وکړې.


په دغو ناستو کې، اطلاعاتو ته د لاسرسي، له رسنيو سره د حکومت د همکارۍ، د رسنيو اقتصادي ستونزو د حل او د خبريالانو د خونديتوب په موضوعاتو خبرې وشوې.


د غور والي د رسنيو او خبريالانو له فعاليت څخه د ملاتړ ترڅنګ، خبريالانو او رسنيو ته د امنيت په برخه کې د لازمو تدابيرو نيولو ډاډ ورکړ او هغوی يې بې پرې راپور ورکوونې ته تشويق کړل.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه تل هڅه کوي چې د حکومت او رسنيو ترمنځ همغږي پياوړي کړي تر څو خبريالانو ته خوندي کاري چاپیریال رامنځته شي.