د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې سرپرست د بغلان له امنيه قوماندان سره ولیدل

WhatsApp Image 2023-02-22 at 12.50.49.jpeg

10 حوت 1401

د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې سرپرست د بغلان له امنيه قوماندان سره د خبريالانو د ستونزو د حل، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د حکومتي مسوولينو او رسنيو ترمنځ د همغږۍ زياتوالي په اړه ناسته وکړه.


د بغلان له امنيه قوماندان مولوي جان محمد حمزه سره په لیدنه کې د کمېټې سرپرست عبدالقديم وياړ ټينګار وکړ چې بايد رسنيو ته د ازاد فعاليت زمينه برابره شي او ترڅنګ يې د ځایي حکومتي مسوولينو او رسنيو ترمنځ د همغږۍ زياتوالي، اطلاعاتو ته د خبريالانو د لاسرسي او يو شمېر نورو ستونزو په اړه خبرې وکړې.


د بغلان امنيه قوماندان هم خبريالانو او رسنيو ته د اطلاعاتو لاسرسي برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او ټينګار یې وکړ چې رسنۍ بايد په خپلواکه توګه نشرات وکړي.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه تل هڅه کوي چې د حکومت او رسنيو ترمنځ همغږي پياوړي کړي تر څو خبريالانو ته خوندي کاري چاپیریال رامنځته شي.