د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د ننګرهار ولایت له مسوولینو سره د همغږي او عدالت غوښتنې ناسته وکړه

head.jpeg

11 حوت 1401

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د ننګرهار ولایت له مسوولینو، د دې ولایت د یو شمېر سیمه ییزو خبریالانو او د رسنیو له مدیرانو سره د همغږي او عدالت غوښتنې ګډه ناسته وکړه.


دا ناسته چې د حکومتي مسوولینو او رسنیو ترمنځ د همغږي په موخه جوړه شوې وه، په ختیځ زون کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازي یوسف ظریفی، د اطلاعات او فرهنګ رئیس قاري نور محمد حنيف، د ننګرهار د والي، امنيه قوماندانۍ، استخباراتو، سرحدي لوا، پلې لوا وياندويانو او د اطلاعاتو او کولتور رياست مسوولينو او د یو شمېر رسنیو مسوولین او سیمه ییز خبریالان یې ګډونوال و.


په دغه ناسته کې د ژورنالیستانو پر وړاندې پرتو ننګونو د حل، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د دولتي بنسټونو او رسنیو ترمنځ د همغږۍ د رامنځته کولو په اړه د بحث تر څنګ د دولتي چارواکو او رسنیو په کچه د همغږۍ لپاره د یوې ګډې کمېټې د جوړولو پر اهمیت هم خبرې وشوې.


د یادونې وړ ده چې خبريالانو د ستونزو د حل او حکومتي ادارو او رسنيو تر منځ د هماهنګۍ د رامنځته کولو په موخه د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټه غواړي په دغه ولايت کې د حکومتي چارواکو او رسنيو د همغږۍ په موخه ګډه کمېټه جوړه کړي .


په دې ولایت کې حکومتي مسوولینو د دې ترڅنګ چې له رسنیو هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ، ژمنه یې وکړه چې حکومتي بنسټونه هڅه کوي، ترڅو خبریالانو ته سهولتونه رامنځ ته کړي.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه تل هڅه کوي چې د حکومت او رسنيو ترمنځ همغږي پياوړي کړي تر څو خبريالانو ته خوندي کاري چاپیریال رامنځته شي.