د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې سرپرست د بغلان د اطلاعاتو او کولتور ريیس سره وليدل

WhatsApp Image 2023-02-24 at 10.06.19 (1).jpeg

11 حوت 1401

د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې سرپرست په بغلان ولايت کې د خبريالانو د ستونزو د حل، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د رسنيو او حکومتي چارواکو ترمنځ د همغږۍ د زياتوالو په موخه د دغه ولايت د اطلاعاتو او کولتور رييس سره وليدل.


عبدالقديم وياړ اطلاعاتو ته د خبريالانو د لاسرسي په برخه کې د لا زياتو اسانتياوو په برابرولو ټينګار وکړ او زياته يې کړه، کمېټه هڅه کوي چې خبريالان په وخت اطلاعاتو ته لاسرسی ولري او رسنۍ په خوندي چاپيريال کې فعاليت وکړي.


د بغلان د اطلاعاتو او کولتور رييس مولوي اسدالله مصطفی هاشمي دا ډول ناستې ګټورې وبللې او غوښتنه يې وکړه چې کمېټه دې د خبريالانو او رسنيو د ستونزو حل به برخه کې ورسره همکاري وکړي.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه تل هڅه کوي چې د حکومت او رسنيو ترمنځ همغږي پياوړي کړي تر څو خبريالانو ته خوندي کاري چاپیریال رامنځته شي.