د اطلاعات او فرهنګ وزارت نشراتي معین حیات الله مهاجر فراهي او د دې وزارت د رسنیو په نشراتو د څارنې رئيس مولوي عبدالحق حماد له افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې څخه لیدنه وکړه.
له کمېټې څخه د اطلاعات او فرهنګ وزارت د مسوولینو په لیدنه کې د حکومت او رسنیو ترمنځ د همغږي په ارزښت، د خبریالانو په خوندیتوب، رسنیزو قوانینو، د اسلامي امارت له لوري د رسنیو د اقتصادي ستونزو د حل او د خبریالانو د کار پر وړاندې په پرتو خنډونو او ستونزو خبرې اترې وشوې.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې سرپرست عبدالقدیم ویاړ د رسنیز ډګر په بېلابېلو برخو کې رامنځ ته شویو پرمختګونو ته په اشارې وویل چې بې پرې او د خبریالي اصولو سره برابرې رسنیزې چارې د ټولنې له مهمو اړتیاو څخه دي او کولای شي د ښې حکومتولۍ په برخه کې اغېزمنې واقع شي.
په دې ناسته کې د اطلاعات او فرهنګ وزارت نشراتي معین حیات الله مهاجر فراهي وویل، چې حکومت هڅه کوي ترڅو د رسنیو پر وړاندې پراته خنډونه، په ځانګړې توګه د رسنیو اقتصادي ستونزو ته رسیدګي وکړي. نشراتي معین وړاندې زیاته کړه، چې له اړوندو بنسټونو سره د دوی هڅې روانې دي، ترڅو د رسنیو د برېښنا لګښت له تجارتي څخه رهایشي بڼې ته واړوي.
د اطلاعات او فرهنګ وزارت د رسنیو په نشراتو د څارنې رئيس مولوي عبدالحق حماد له رسنیو سره د دې وزارت د ښې همغږۍ یادونه وکړه او زیاته یې کړه چې اطلاعات او فرهنګ د رسنیو نیږدې همکار وزارت دی.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خبریالانو لپاره د خوندي چاپېریال رامنځ ته کولو په موخه دوامداره هڅې کوي.


