د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د بلخ مرکز مزار شریف ښار په یوه فرهنګي مرکز کې د چاودنې په پایله کې د ټپي شویو خبریالانو احوال پوښتنه وکړه.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې سرپرست عبدالقدیم ویاړ او یو شمېر نورو مسوولینو د دې ترڅنګ چې د ټپي شویو خبریالانو احوال پوښتنه او ډاډ ګیرنه وکړه، د یادو خبریالانو له کورنیو سره هم ولیدل.
د کمېټې سرپرست د دې پېښې ټپي شویو خبریالانو ته ډاډ ورکړ، چې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د دوی د درملنې ټول لګښت په غاړه اخیستی او د اړتیا په صورت کې د لا ښې درملنې په موخه به کابل ته ولېږدول شي. نوموړي ژمنه وکړه، چې کمېټه به تر هغو د یادو خبریالانو لاسنیوی وکړي، تر څو چې بشپړه روغیتا ترلاسه کړې نه وي.
د هغې چاودنې په پایله کې چې په مزار شریف ښار کې د شنبې په ورځ، د کب میاشتې په ۲۰مه نېټه د یوه فرهنګي مرکز له لورې د خبریالانو د ستاینې په را بلل شوې غونډه کې وشوه، یو خبریال شهید او ۱۲ تنه نور ټپیان شول.

