د افغان خبریالانو خوندیتوب د پنځو ولايتونو له چارواکو سره د همغږۍ ناستې وکړې

WhatsApp Image 2023-02-27 at 20.32.44.jpeg

25 حوت 1401

د افغان خبريالانو خونديتوب کمېټې د خبريالانو د کاري ستونزو د حل او اطلاعاتو ته د لاسرسي په موخه په جوزجان، کاپيسا، غور، بادغیس او دايکندي ولايتونو کې د خبريالانو، رسنيو د مسوولينو او چارواکو ترمنځ د همغږۍ ناستې وکړې.


په دې ناستو کې اطلاعاتو ته د خبریالانو په لاسررسي، د خبریالانو په خوندیتوب او د حکومت او رسنیو ترمنځ په همغږي او په حکومتي ادارو کې د ویاندویانو په ګمارلو ټینګار او خبرې اترې وشوې.


دا ناستې د جوزجان د اطلاعات او فرهنګ له رئیس سیف الدین معتصم، د غور له اطلاعات او فرهنګ له رئیس مولوي عبدالحی زعیم، د غور له امنیه قومندان مولوي سید محمد عباده، د بادغیس د اطلاعات او فرهنګ له رئیس مولوي مطیع الله متقي، د دایکندي له امنیه قومندان عبدالحکیم رفیع الله او د کاپیسا د پاسپورت له عمومي مدیر مولوي عبیدالله قانت سره وشوې.


په دغو غونډو کې، د يادو ولايتونو چارواکو اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي او نورو ستونزو د حل به برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه تل هڅه کوي چې د حکومت او رسنيو ترمنځ همغږي پياوړي کړي تر څو خبريالانو ته خوندي کاري چاپیریال رامنځته شي.