د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې سرپرست د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو خنډونو د لرې کولو او د حکومتي مسوولینو او رسنیو ترمنځ د ښې همغږۍ د رامنځ ته کولو په موخه د تخار له والي، اطلاعات او فرهنګ رئیس او د سیمه ییزو رسنیو له مدیرانو او خبریالانو سره ولیدل.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې سرپرست عبدالقدیم ویاړ په بېلو بېلو ناستو کې د تخار له والي او د دې ولایت د اطلاعات او فرهنګ له رئیس څخه غوښتنه وکړه، چې د خبریالانو لپاره د ښه فعالیت زمینه برابره کړي او زیاته یې کړه، چې کمېټه هڅه کوي په دې ولایت کې د حکومتي مسوولینو او رسنیو ترمنځ د ښې همغږۍ په ترڅ کې خبریالان وکولای شي اطلاعاتو ته سالم لاسررسی پیدا کړي او په خوندي چاپیریال کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
د کمېټې سرپرست په هغه ناسته کې چې د دې ولایت له خبریالانو او د سیمه ییزو رسنیو له مدیرانو سره درلوده، د دې ترڅنګ چې د چټکې اطلاع رسوني په برخه کې د تخار ولایت د خبریالانو او د سمیه ییزو رسنیو د مدیرانو هڅې وستایلې، زیاته یې کړه، چې کمېټه په افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو ملاتړ ته ژمنه ده.
د تخار والي مولوي ضیاءالرحمن مدني د دې ترڅنګ چې دې ولایت ته د کمېټې د سرپرست د سفر مننه وکړه، ویې ویل چې په تخار کې د رسنیو او خبریالانو څخه د ملاتړ په برخه کې به له هیڅ ډول هڅې او همکاري څخه ډډه ونکړي.
د تخار ولایت د اطلاعات او فرهنګ رئیس ذبیح الله انصاري د دا ډول ناستو جوړول د اهمیت وړ وبللې او زیاته یې کړه، چې د خبریالانو د ستونزو د حل په برخه کې دوی له خبریالانو سره همکاري ته ژمن دي. نوموړي همدارنګه له کمېټې څخه غوښتنه وکړه، ترڅو د ظرفیت لوړوني او روزنې په برخه کې د دې ولایت خبریالانو ته لا زیات پروګرامونه په پام کې ونیسي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د حکومت او رسنیو ترمنځ د لا ښې همغږۍ او د خبریالانو لپاره د خوندي چاپېریال رامنځ ته کولو ته ژمنه ده.




