د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د غور ولایت له مسوولینو، د دې ولایت د یو شمېر سیمه ییزو خبریالانو او د رسنیو له مدیرانو سره د همغږي او عدالت غوښتنې ګډه ناسته وکړه.
دا ناسته چې د حکومتي مسوولینو او رسنیو ترمنځ د ښې همغږۍ د رامنځ ته کولو په موخه جوړه شوې وه، په کې د غور ولایت والي ملا احمد شان دین دوست، په دې ولایت کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازي غلام رباني هدفمند، د اطلاعات او فرهنګ رئیس مولوي عبدالحی زعیم، د امنیې قومندانۍ د امنیت آمر ملا مصطفی حقاني، د غور ولایت مقام ویاند شیخ عبدالواحد حماس، د استخباراتو ریاست استازی مولوي محمد طاهر محمدي، د ملي راډیو تلویزیون آمر عارف فیدل او سیمه ییزو خبریالانو او د یو شمېر سیمه ییزو رسنیو مدیرانو ګډون کړی و.
په ناسته کې د دې ترڅنګ چې د خبریالانو د کار پر وړاندې په یو لړ ستونزو لکه اطلاعاتو ته د خبریالانو په لاسررسی خبرې وشوې، د حکومتي نهادونو او رسنیو ترمنځ د همغږي په رامنځ ته کولو هم ټینګار وشو او پرېکړه وشوه، چې د حکومتي مسوولینو او رسنیو ترمنځ دې د لا ښې همغږي په موخه په ولایتي کچه ګډه کمېټه رامنځ ته شي.
د رسنیو او حکومتي مسوولینو ترمنځ د همغږي ګډه کمېټه د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په وړاندیز او په ښه توګه د رسنیو او خبریالانو ستونزو ته د رسیدګي او د حکومتي بنسټونو او رسنیو ترمنځ د ښې همغږي په موخه رامنځ ته کېږي.
په دې ولایت کې حکومتي مسوولینو د دې ترڅنګ چې له رسنیو هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ، ژمنه یې وکړه چې حکومتي بنسټونه هڅه کوي، ترڅو خبریالانو ته سهولتونه رامنځ ته کړي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د حکومت او رسنیو ترمنځ د همغږي او د خبریالانو لپاره د خوندي چاپيریال رامنځ ته کولو په برخه کې خپلو دوامداره هڅو ته دوام ورکوي.



