د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د کاپیسا ولایت له مسوولینو سره د همغږي او عدالت غوښتنې ناسته وکړه

heads.jpeg

28 حوت 1401

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د کاپیسا ولایت له مسوولینو، د دې ولایت د یو شمېر سیمه ییزو خبریالانو او د رسنیو له مدیرانو سره د همغږي او عدالت غوښتنې ګډه ناسته وکړه.


دا ناسته چې د حکومتي مسوولینو او رسنیو ترمنځ د ښې همغږۍ د رامنځ ته کولو په موخه جوړه شوې وه، په کې د کاپیسا ولایت مرستیال والي شیخ اسدالله سنان، د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د خبریالانو د قضیو مسوول جمیل وقار، په کاپیسا ولایت کې د کمېټې استازي سعدالله صالحي، د دې ولایت د اطلاعات او فرهنګ رئیس مولوي کریم الله وثیق، د ملي راډیو تلویزیون آمر احمد شاه خادم، د ملکي او نظامي ادارو مطبوعاتي مسوولینو او سیمه ییزو خبریالانو او د یو شمېر سیمه ییزو رسنیو مدیرانو ګډون کړی و.


په ناسته کې د دې ترڅنګ چې د خبریالانو د کار پر وړاندې په یو لړ ستونزو لکه اطلاعاتو ته د خبریالانو په لاسررسی خبرې وشوې، د حکومتي نهادونو او رسنیو ترمنځ د همغږي په رامنځ ته کولو هم ټینګار وشو او پرېکړه وشوه، چې د حکومتي مسوولینو او رسنیو ترمنځ دې د لا ښې همغږي په موخه په ولایتي کچه ګډه کمېټه رامنځ ته شي.


د رسنیو او حکومتي مسوولینو ترمنځ د همغږي ګډه کمېټه د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په وړاندیز او په ښه توګه د رسنیو او خبریالانو ستونزو ته د رسیدګي او د حکومتي بنسټونو او رسنیو ترمنځ د ښې همغږي په موخه رامنځ ته کېږي.


په دې ولایت کې حکومتي مسوولینو د دې ترڅنګ چې له رسنیو هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ، ژمنه یې وکړه چې حکومتي بنسټونه هڅه کوي، ترڅو خبریالانو ته سهولتونه رامنځ ته کړي.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د حکومت او رسنیو ترمنځ د همغږي او د خبریالانو لپاره د خوندي چاپيریال رامنځ ته کولو په برخه کې خپلو دوامداره هڅو ته دوام ورکوي.