د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې سرپرست د خبریالانو د کار پر وړاندې د پرتو ننګونو د له منځه وړلو په موخه د بدخشان له والي، د امر بالمعروف او اطلاعات او فرهنګ ریاستونو له رئیسانو او د دې ولایت د رسنیو له مسوولینو او سیمه ییزو خبریالانو سره ولیدل.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې سرپرست عبدالقدیم ویاړ د بدخشان له والي او امربالمعروف او اطلاعات او فرهنګ ریاستونو له رئیسانو سره په بېلو بېلو ناستو کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې په پرتو ستونزو لکه اطلاعاتو ته د خبریالانو د نه لاسررسي او د رسنیو اقتصادي ستونزې بیان کړې او زیاته یې کړه، چې کمېټه هڅه کوي، ترڅو د حکومتي مسوولینو او رسنیو ترمنځ د همغږي په رامنځ ته کولو سره په دې ولایت کې اطلاعاتو ته د خبریالانو لاسررسی اسانه او رسنیو او خبریالانو ته خوندي چاپیریال رامنځ ته کړي.
د کمېټې سرپرست د خپل سفر په جریان کې ددې ترڅنګ چې د بدخشان له خبریالانو سره ناسته درلوده، له حریم زن، بهارستان او آمو راډیوګانو او پامیر راډیو تلویزیون څخه لیدنه وکړه. د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې سرپرست د دې ولایت د خبریالانو د ستونزو د اورېدو وروسته وویل، چې کمېټه هڅه کوي ترڅو د خبریالانو ستونزو ته رسیدګي وکړي.
د بدخشان والي مولوي امان الدین منصور د دې ترڅنګ چې د کمېټې د فعالیتونو ستاینه وکړه، ویې ویل چې د دې ولایت د رسنیو او خبریالانو ستونزو ته به رسیدګي وکړي. د بدخشان والي همدارنګه زیاته کړه، چې اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسررسي په موخه به په حکومتي ادارو کې ویاندویان وټاکي.
د دې ولایت د اطلاعات او فرهنګ رئیس وویل چې حکومت په پام کې لري په نیږدې راتلونکي کې د رسنیو د ملاتړ لپاره بېلابېل پروګرامونه په لاره واچوي، ترڅو وکولای شي د خبریالانو پر وړاندې پرتې ننګونې پای ته ورسوي.
د بدخشان ولایت د امر بالمعروف رئیس مولوي شیر محمد جواد وویل چې له رسنیو او خبریالانو د اسلامي امارت د اصولو او چوکاټ له مخې ملاتړ کوي. د نوموړي په ټکو رسنۍ او خبریالان باید د ټولنې په عامه پوهاوي او خلکو ته د حقیقتونو په رسولو کې په مسلکي ډول مسوولیت ادا کړي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د حکومت او رسنیو ترمنځ د لا ښې همغږۍ او د خبریالانو لپاره د خوندي چاپېریال رامنځ ته کولو ته ژمنه ده.



