د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د رسنیو او خبریالانو اړوند مسایلو په اړه له ذبیح الله مجاهد سره ولیدل

WhatsApp Image 2023-03-21 at 7.01.56 PM (1).jpeg

2 حمل 1402

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د رسنیو او خبریالانو اړوند ستونزو او د رسنیو او حکومتي مسوولینو ترمنځ د ښې همغږۍ د ټینګښت په موخه د افغانستان د اسلامي امارت له ویاند ذبیح الله مجاهد سره ولیدل.


په دې ناسته کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د دې ترڅنګ چې اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسررسي په اړتیا، د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیو په رسیدګي او د خبریالانو په خوندیتوب ټینګار وکړ، له ښاغلي مجاهد څخه غوښتنه وکړه، چې د رسنیو د سرغړونو کمیسیون چارې چټکې او لا اغېزمنې شي.


په ناسته کې ښاغلي ذبیح الله مجاهد د رسنیو ستونزو ته د رسیدګي په برخه کې د رسنیو د سرغړونو کمیسیون اغېز مهم وبلل او زیاته یې کړه چې دوی د کمیسیون د لا ښې والي لپاره ژمن دي. نوموړي همدارنګه زیاته کړه، چې په دې وروستیو کې د یو لړ مصروفیتونو له امله د کمیسیون غونډې په ځنډ ترسره کېږي او په نیږدې راتلونکي کې به د رسنیو د سرغړونو کمیسیون چارې په عادي ډول د مسوولینو له لوري په مخ یوړل شي.


په مرکزي زون کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازي ګلاب الدین امیري له ښاغلي مجاهد سره په ناسته کې وویل، چې کمېټه په هر ډول شرایطو کې د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو ملاتړې ده. ښاغلي امیري وړاندې وویل، چې کمېټه د رسنیو د سرغړونو کمیسیون د غړې په توګه غوښتنه کوي، چې د رسنیو اړوند ټولو قضیو ته د دې کمیسیون له ادرسه رسیدګي وشي.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د حکومت او رسنیو ترمنځ د لا ښې همغږۍ او د خبریالانو لپاره د خوندي چاپېریال رامنځ ته کولو ته ژمنه ده.