د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د ظرفیت لوړوني پروګرامونو په دوام په کابل، ننګرهار، بلخ، بدخشان، تخار، کونړ او نیمروز ولایتونو کې ۱۴۸ تنه خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو ته د خوندیتوب او لومړنیو روغتیايي کمکونو، سایبري امنیت، په راپور ورکوونه کې د جنډر حساسیت او رواني درملنې په برخو کې روزنه ورکړل شوه.
د تخار، کونړ او نیمروز ولایتونو ۶۰ تنه خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د خبریالانو د خوندیتوب او سایبري امنیت په برخو کې روزنه ترلاسه کړه. په دې پروګرامونو کې خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د راپور ورکوونې پر مهال د خوندیتوب په تدابیرو، له ګڼې ګوڼې څخه له ډکو سیمو او لاریونونو څخه د راپور جوړونې پر مهال د خوندیتوب لارښونو په پام کې نیولو او په کار ځای کې د مصوونیتي مسایلو مراعتولو، د روغتیايي لومړنیو مرستو، د زړه بیا فعالیت (CPR)، له ټپونو څخه د مراقبت او ساتنې، له وسایلو او اطلاعاتو څخه د ساتنې، سایبري ګواښونو، وایروسونو، ټولنیزې انجنیري او یو لړ نورو مواردو په برخو کې روزنه ترلاسه کړه.
همدارنګه په کابل، ننګرهار، بلخ او بدخشان ولایتونو کې ۶۸ تنه خبریالانو د رواني درملنې په روزنیز پروګرام کې ګډون وکړ. دا پروګرامونه چې په عمومي او انفرادي جلسو وېشل شوې وې، د رواني ګډوډیو، ستړیا، وسواس او ویرې د مخنیوي په برخو کې خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو ته مشورې ورکړل شوې.
په همدې حال کې په کابل کې ۲۰ تنه خبریالانو ته په راپور جوړونه کې د جنډر حساسیت روزنیز پروګرام ترسره شو، چې د جنډر حساسیت پېژندنې، د جنسیتي برابري په برخه کې حساس ژورنالیزم، د محتوا په تولید او د رسنیو پّ مدیریت کې د جنسیتي برابري د مراعتولو په برخو کې روزنه ورکړل شوه.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه په هېواد کې د رسنیو او خبریالي د کارونو د ښه والي په موخه د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د ظرفیت او مهارتونو د لوړوني په برخو کې بېلابېل پروګرامونه ترسره کوي.



