د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د فراه له حکومتي مسوولینو، خبریالانو او د یاد ولایت د سیمه ییزو رسنیو له یو شمېر مدیرانو سره د همغږي او عدالت غوښتنې ناسته ترسره کړه.
دا ناسته چې د حکومتي مسوولینو او رسنیو ترمنځ د همغږي د لا ټینګښت په موخه د ۱۴۰۲ د وري میاشتې په لومړۍ نېټه جوړه شوې وه، په لوېدیځ زون کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازي شمیل احمد مشعل، د دې ولایت د اطلاعات او فرهنګ رئیس مولوي عبدالحی سباوون، د فراه د ملي راډيو تلویزون آمر قاري عبدالغفار بدرالدین،د ولایت مقام او استخباراتو ریاست استازو، په فراه ولایت کې د کمېټې استازي بصیر احمد سیلاب او د یاد ولایت خبریالانو او د سیمه ییزو رسنیو مسوولینو ګډون کړی و.
په ناسته کې د دې ترڅنګ چې د خبریالانو د کار پر وړاندې په یو لړ ستونزو لکه اطلاعاتو ته د خبریالانو په لاسرسي خبرې وشوې، د حکومتي نهادونو او رسنیو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو هم ټینګار وشو او پرېکړه وشوه چې د حکومتي مسوولینو او رسنیو ترمنځ دې د لا ښې همغږي په موخه په ولایتي کچه ګډه کمېټه رامنځته شي.
د رسنیو او حکومتي مسوولینو ترمنځ د همغږۍ ګډه کمېټه د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په وړاندیز او په ښه توګه د رسنیو او خبریالانو ستونزو ته د رسیدګي او د حکومتي بنسټونو او رسنیو ترمنځ د ښې همغږي په موخه رامنځ ته کېږي.
په دغه ولایت کې حکومتي مسوولینو د دې ترڅنګ چې له رسنیو هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ، ژمنه یې وکړه چې حکومتي بنسټونه هڅه کوي، ترڅو خبریالانو ته سهولتونه رامنځ ته کړي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د حکومت او رسنیو ترمنځ د همغږي او د خبریالانو لپاره د خوندي چاپيریال رامنځ ته کولو په برخه کې خپلو دوامداره هڅو ته دوام ورکوي.


