د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د زابل له حکومتي مسوولینو سره د همغږي او عدالت غوښتنې ناسته وکړه

head.jpeg

10 حمل 1402

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د زابل له حکومتي مسوولینو، خبریالانو او د یاد ولایت د سیمه ییزو رسنیو له یو شمېر مدیرانو سره د همغږي او عدالت غوښتنې ناسته ترسره کړه.


دا ناسته چې د حکومتي مسوولینو او رسنیو ترمنځ د همغږي د لا ټینګښت په موخه د ۱۴۰۱ د کب میاشتې په ۲۷مه نېټه جوړه شوې وه، د یاد ولایت مرستیال او سرپرست والي سلیمان اغا بهیر، د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې ولایتي استازي عصمت الله عمري، د زابل د امر بالمعروف او نهی عن المنکر رئیس مولوي محمد ابراهیم جاوید، د اقتصاد رئیس مولوي عزت الله حاجي آمر، د اطلاعات او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر مولوي عبدالحنان جابر، د ولایت مقام مطبوعاتي مسوول او د استخباراتو او امنیه امنیه قومندانۍ استازو او خبریالانو او د سیمه ییزو رسنیو مسوولینو ګډون کړی و.


په ناسته کې د دې ترڅنګ چې د خبریالانو د کار پر وړاندې په یو لړ ستونزو لکه اطلاعاتو ته د خبریالانو په لاسرسي خبرې وشوې، د حکومتي نهادونو او رسنیو ترمنځ د همغږۍ په رامنځته کولو هم ټینګار وشو او پرېکړه وشوه چې د حکومتي مسوولینو او رسنیو ترمنځ دې د لا ښې همغږي په موخه په ولایتي کچه ګډه کمېټه رامنځته شي.


د رسنیو او حکومتي مسوولینو ترمنځ د همغږۍ ګډه کمېټه د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په وړاندیز او په ښه توګه د رسنیو او خبریالانو ستونزو ته د رسیدګي او د حکومتي بنسټونو او رسنیو ترمنځ د ښې همغږي په موخه رامنځ ته کېږي.


په دغه ولایت کې حکومتي مسوولینو د دې ترڅنګ چې له رسنیو هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ، ژمنه یې وکړه چې حکومتي بنسټونه هڅه کوي، ترڅو خبریالانو ته سهولتونه رامنځ ته کړي.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د حکومت او رسنیو ترمنځ د همغږي او د خبریالانو لپاره د خوندي چاپيریال رامنځ ته کولو په برخه کې خپلو دوامداره هڅو ته دوام ورکوي.