د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د ظرفیت لوړونې پروګرامونو په دوام د هرات، هلمند، پروان، کاپیسا، لوګر او پنجشیر ولایتونو ۹۰ تنه خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو ته د خبریالانو د خوندیتوب او لومړنیو روغتیايي مرستو او سایبري امنیت په برخو کې ټرنینګونه دایر شول.
په دې پروګرامونو کې خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د راپور ورکوونې پر مهال د خوندیتوب په تدابیرو، له ګڼې ګوڼې څخه له ډکو سیمو او لاریونونو څخه د راپور جوړونې پر مهال د خوندیتوب لارښونو په پام کې نیولو او په کار ځای کې د مصوونیتي مسایلو مراعتولو، د روغتیايي لومړنیو مرستو، د زړه بیا فعالیت (CPR)، له ټپونو څخه د مراقبت او ساتنې، له وسایلو او اطلاعاتو څخه د ساتنې، سایبري ګواښونو، وایروسونو، ټولنیزې انجنیري او یو لړ نورو مواردو په برخو کې روزنه ترلاسه کړه.
دا روزنیز پروګرامونه په لوګر، کاپیسا، هلمند او هرات ولایتونو کې د کب په ۱۶مه، د کب په ۲۷مه، د کب په ۲۹مه او د روان کال د وري په ۲مه نېټه ترسره شوې.
په ټرنینګونو کې ګډون کوونکو خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې له دا ډول پروګرامونو څخه مننه او ستاینه وکړه.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه په هېواد کې د رسنیو او خبریالي د کارونو د ښه والي په موخه د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د ظرفیت او مهارتونو د لوړوني په برخو کې بېلابېل پروګرامونه ترسره کوي.



