د حکومت او رسنیو د ګډې کمېټې د تقویې په موخه د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په پنځو ولایتونو کې د همغږۍ غونډې ترسره کړې

head.jpeg

15 حمل 1402

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د حکومتي مسوولینو او رسنیو د همغږي د ګډو کمېټو د لا تقویې په موخه د حکومتي مسوولینو، خبریالانو او د رسنیو د مدیرانو ترمنځ په تخار، فاریاب، میدان‌وردګ، سرپل او نیمروز ولایتونو کې د همغږۍ ګډې ناستې ترسره کړې.


په دې ناستو کې د همغږۍ د ګډو کمېټو د کاري پروسې د ښه والي، د خبریالانو په خوندیتوب، اطلاعاتو ته د لاسررسي او رسنیو د اقتصادي ستونزو په څېر په هغو مواردو بحث وشو، چې رسنۍ د ستونزو په توګه ورسره مخ دي.


دا ناستې په تخار، نیمروز، میدان وردګ، فاریاب او سرپل ولایتونو کې د کب په ۲۴مه، د کب په ۲۵مه، د کب په ۲۸مه او د کب په ۲۹مه نېټه ترسره شوې.


د دې ولایتونو سربېره د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په وړاندیز او هڅو د حکومت او رسنیو ترمنځ د همغږۍ ګډې کمېټې را جوړې شوې دي، چې موخه یې د خبریالانو او رسنیو ستونزو ته په وخت رسیدګي او د حکومت او رسنیو ترمنځ لا ښه همغږي ده.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خبریالانو لپاره د خوندي چاپېریال رامنځ ته کولو په موخه دوامداره هڅې کوي.