په بدخشان ولایت کې د صدای بانوان راډیو له اوه ورځني ځنډ وروسته بیرته خپل نشرات پیل کړل

WhatsApp Image 2023-04-06 at 12.22.05 PM.jpeg

17 حمل 1402
په بدخشان ولایت کې د صدای بانوان په نوم راډیو چې څو ورځې وړاندې د دې ولایت د سیمه ییزو مسوولینو له لوري تر امر ثاني پورې تړل شوې وه، نن ورځ یې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په هڅو بیرته خپرونې پیل کړې.
په بدخشان ولایت کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازي سید محب الله سیدي د یادې رسنۍ له مسوولې سره په ګډه له حکومتي مسوولینو سره په څو ناستو کې د دې راډیو د فعالیت په بیا پیل کېدو ټینګار درلود، چې په پایله کې له ښه مرغه نن ورځ یادې رسنۍ بیا ځلې په فعالیت پیل وکړ.
د یادې راډیو د امتیاز خاوندې ناجیې سروش د خپلې رسنۍ د بیا فعالیت په برخه کې د کمېټې له هڅو مننه وکړه او په نورو برخو کې هم د همکارۍ غوښتونکې شوه.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خبریالانو د خوندیتوب او د دوی د حقوقو د ترلاسه کولو په برخه کې دوامداره هڅه کوي.