۱۵۶ تنه خبریالانو ته د رواني درملنې روزنیز پروګرامونه ترسره شول

header.jpeg

23 حمل 1402

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د روزنیزو پروګرامونو په دوام د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د رواني درملنې په برخه کې د کندهار، پروان، غزني، لغمان، بدخشان، نورستان، کاپیسا، پنجشیر، خوست، بادغیس، فراه او جوزجان ۱۵۶ تنه خبریالانو ته روزنیز پروګرامونه دایر کړل.


یاد روزنیز پروګرامونه په بدخشان کې د کب میاشتې په ۲۴، کندهار کې د کب  په ۲۷مه، په جوزجان، غزني، لغمان او پروان ولایتونو کې د کب په ۲۹مه او په خوست، بادغیس او فراه ولایتونو کې د روان کال د وري میاشتې په لومړۍ نېټه ترسره شول.


د رواني درملنې یاد پروګرامونه چې عمومي او انفرادي جلسې یې درلودې، خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو رواني مشکلاتو، ستړیا، وسواس او له ویرې سره د مبارزې په برخو کې روزنه ترلاسه کړه.


د رواني درملنې روزنیز پروګرام ګډونوالو د رواني درملنې په عمومي جلسه کې له ګډون وروسته د اړتیا او د ستونزو کچې ته په پام د انفرادي مشورتي جلسو ته معرفي شوې.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خبریالانو او رسنیزو کارکوونکو د ظرفیت او مهارتونو د لوړوني په موخه په بېلابېلو برخو کې روزنیز پروګرامونه ترسره کوي.