په مرکزي زون کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د خبریالانو ستونزې د اطلاعات او فرهنګ له وزیر سره شریکې کړې

WhatsApp Image 2023-05-06 at 1.38.22 PM.jpeg

18 ثور 1402

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په مرکزي زون کې د خبریالانو او رسنیو د کار پر وړاندې ستونزې او خنډونه د اطلاعات او فرهنګ له وزیر مولوي خیرالله خیرخواه سره شریکې کړې.


په مرکزي زون کې د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازي ګلاب الدین امیري د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د اقتصادي، اطلاعاتو ته د نه لاسررسي، په ځینو حکومتي ادارو کې د ویاندویانو نشتون په څېر ستونزې شریکې کړې، د اطلاعات او فرهنګ له وزیر څخه یې غوښتنه وکړه، ترڅو په زونونو کې هم د رسنیو سرغړونو کمیسیون فعالیت پیل شي.


په یاده ناسته کې د اطلاعات او فرهنګ وزیر د دې سربېره چې د رسنیو د ملاتړ ډاډ ورکړ، وویل چې هڅې یې روانې دي ترڅو د رسنیو او خبریالانو د کار وضعیت ښه شي. نوموړي همدا راز وویل چې د خصوصي رسنیو د اقتصادي ستونزو د حل په موخه هم هڅې کوي.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د خبریالانو د خوندیتوب او د دوی د حقوقو د ترلاسه کولو په برخه کې دوامداره هڅه کوي.