کمېټې د رسنیو د سرغړونو کمیسیون له ستر غړي سره د عدالت غوښتنې جلسه وکړه

1.jpg

1 جوزا 1402

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د اطلاعات او فرهنګ وزارت د بشري سرچینو له رییس او د رسنیو د سرغړونو کمیسیون له غړي مولوي عبدالحق حماد سره د عدالت غوښتنې ناسته وکړه.


په دې ناسته کې له حکومت سره د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازي مطیع الله سرور د دې ترڅنګ چې د خبریالانو او رسنیو د کار پر وړاندې پراته خنډونه، اقتصادي ستونزې، د خبریالانو نه خوندیتوب او اطلاعاتو ته د دوی نه لاسررسي مسایل شریک کړل، له حکومت څخه یې غوښتنه وکړه، چې د خبریالانو ستونزو ته د رسیدګي په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي.


ښاغلي حماد د دې ترڅنګ چې د رسنیو او خبریالانو په ملاتړ ټینګار وکړ، غوښتنه یې وکړه چې رسنۍ هم باید ملي او اسلامي ارزښتونو ته درناوی ولري. د نوموړي په ټکو حکومت تل په دې هڅه کې ده، چې د خبریالانو او رسنیو لپاره خوندي چاپېریال ته زمینه برابره کړي.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د حکومت او رسنیو ترمنځ د لا ښې همغږي او د خبریالانو د کار لپاره د خوندي چاپېریال د رامنځ ته کولو لپاره دوامدارې هڅې کوي.