د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د مطبوعاتو د آزادۍ نړیواله ورځ ونمانځله

1.jpg

13 ثور 1402
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د مې درېیمه، د مطبوعاتو د آزادۍ نړیوالې ورځې نمانځه وکړه. په دې ناسته کې د حکومتي مسوولینو سربېره، د رسنیو ملاتړو بنسټونو، د رسنیو مسوولینو او خبریالانو ګډون کړی و. په ناسته کې د رسنیو ملاتړو بنسټونو او د رسنیو مسوولینو د مطبوعاتو د آزادۍ او رسنیو پر وړاندې په پرتو ستونزو او خنډونو خبرې وکړې او د دې ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې سرپرست عبدالقدیم ویاړد دې ترڅنګ چې د مطبوعاتو د آزادۍ او د دې ورځې د نمانځې په اړتیا خبرې وکړې، د رسنیو خراب اقتصادي او مصوونیتي وضعیت یې بیان کړ او له مسوولو اړخونو یې د یادو ستونزو د حل غوښتنه وکړه او د دې ستونزو د حل لپاره یې د رسنیو د قوانینو د تنفیذ غوښتونکی شو.
د طلوع نیوز مسوول ذبیح الله سادات د مطبوعاتو د آزادۍ د تامین په برخه کې د رسنیو او خبریالانو د رول ترڅنګ، له حکومتي مسوولینو څخه غوښتنه وکړه چې د رسنیو په ستونزو یوازې د رسنیو اړوند په مناسبتي ورځو بسنه ونکړي او باید د ستونزو د دایمي حل په موخه د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره دوامداره بحثونه پیل کړي، ترڅو یوې مطلوبي پایلې ته ورسېږي.
د پژواک خبري آژانس مسوول عبدالقدیر منصف د خبریالانو، رسنیو او د مطبوعاتو د آزادۍ پر وړاندې پرتې ستونزې بیان کړې او له حکومتي مسوولینو څخه یې غوښتنه وکړه ترڅو یادو ستونزو ته رسیدګي وکړي.
په ناسته کې د اطلاعات او فرهنګ وزارت ویاند او سلاکار مفتي عبدالمتین قانع وویل، اطلاعات او فرهنګ وزارت ژمن دی، چې د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې پرتې ټولې ستونزې حل کړي.
د آمربالمعروف وزارت ویاند مولوي محمد صادق عاکف وویل، چې وزارت یې د مطبوعاتو د آزادۍ ملاتړی دی او رسنۍ باید اسلامي او ملي ارزښتونه په پام کې ونیسي.
د مطبوعاتو د آزادۍ له نړیوالې ورځې څخه په داسې حال کې نمانځنه کېږي، چې د افغانستان رسنۍ له ګڼ شمېر اقتصادي، مصوونیتي او اطلاعاتو ته د لاسررسي له ستونزو سره مخ دي.