د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې ولایتي استازي د کونړ له والي مولوي محمد ايوب خالد، د اطلاعاتو او کلتور له رییس مولوي نجيب الله حنيف او د دغه ولايت د رسنيو د یوشمیر مسوولينو او سيمه ييزو خبريالانو په ملتیا د همغږۍ غونډه وکړه.
په دې کتنه کې له رسنیو سره د دولتي چارواکو د همکارۍ، د خبریالانو لپاره اطلاعاتو ته د لاسرسي د زمینې برابرولو او د رسنیو د ستونزو د اواري په اړه خبرې وشوې.
د کونړ والي په دې کتنه کې وويل، چې رسنۍ د نظام د سترګو او ژبې په څېر دي او ژمنه يې وکړه، چې په دغه ولايت کې به د رسنيو او خبريالانو د پياوړتيا لپاره هر ډول هڅې وکړي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه په دوامداره توګه د حکومت او رسنیو ترمنځ د ښې همغږۍ لپاره کار کوي.