د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې د خبریالانو پر وړاندې د شته ننګونو او د رسنيو د کاري شرايطو د ښه کیدو په تړاو د اطلاعاتو او کلتور وزارت له نشراتي معین حيات الله مهاجر فراهي، د بشري سرچينو رییس او د رسنيو د سرغړونې کمېسيون له غړي مولوي عبدالحق حماد او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیزو چارو سلاکار او ویاند مفتي عبدالمتین قانع سره د همغږۍ او عدالت غوښتنې غونډه وکړه.
په دغو ناستو کې د رسنیو د کار پر وړاندې د ننګونو، امنیت او اطلاعاتو ته د خبریالانو د لاسرسي، د رسنیو د سرغړونې د کمیسیون د فعالیتونو او د خبریالانو د ستونزو د حل په اړه خبرې وشوې.
حکومتي مسوولينو د رسنيو له فعاليتونو د ملاتړ تر څنګ وويل، چې د خبريالانو او رسنيو د ستونزو د اواري او د رسنيو د کاري شرايطو د ښه کیدو په موخه حکومت خپلې هڅې کړي او خبریالانو او رسنیو ته د ښه کاري چاپېريال د رامنځته کولو لپاره به هر اړخيز ګامونه پورته کړي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه په دوامداره توګه د حکومت او رسنیو ترمنځ د ښې همغږۍ او د خبریالانو لپاره د خوندي چاپېریال د برابرولو لپاره کار کوي.