د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې استازي د رسنیو او خبریالانو پر وړاندې پرتې ستونزې د اسلامي امارت له ویاند ذبیح الله مجاهد سره په کندهار کې شریکې کړې.
له حکومت سره د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د همغږي مسوول مطیع الله سرور د دې ترڅنګ چې د خبریالانو او رسنیو اقتصادي، خوندیتوب، اطلاعاتو ته د خبریالانو نه لاسررسی او د حکومتي ویاندویانو اړوند د نه همکاري ستونزې شریکې کړې، ویې ویل چې اړتیا ده د رسنیو د سرغړونو کمیسیون ناستې منظمې شي، ترڅو د رسنیو اړوند ټولو قضیو ته له دې لارې رسیدګي وشي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له حکومت او رسنیو سره د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې د همغږي ستاینه وکړه، زیاته یې کړه چې حکومت په دې هڅه کې دی، ترڅو د رسنیو او خبریالانو کاري وضعیت ښه شي او په دې برخه کې یو لړ پروګرامونه هم په پام کې نیولي دي.
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د حکومت او رسنیو ترمنځ د لا ښې همغږي او د خبریالانو د کار لپاره د خوندي چاپېریال د رامنځ ته کولو لپاره دوامدارې هڅې کوي.


