د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په درېیو ولایتونو کې له حکومتي مسوولینو سره د عدالت غوښتنې ناستې وکړې

1.jpeg

24 جوزا 1402

د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې په هلمند، لوګر او پکتیکا کې له حکومتي مسوولینو، د رسنیو له مدیرانو او سیمه ییزو خبریالانو سره د همغږۍ او عدالت غوښتنې ناستې وکړې.


په دې ناستو کې اطلاعاتو ته د خبریالانو په لاسررسي، د خبریالانو په خوندیتوب، د حکومت او رسنیو ترمنځ د لا ښې همغږۍ په اړتیا او د رسنیو په اقتصادي ستونزو خبرې اترې وشوې.


دا ناستې په یادو ولایتونو کې د اطلاعات او فرهنګ ریاستونو او یو شمېر نورو ادارو د مسوولینو په حضور کې ترسره شوې.


د همغږي او عدالت غوښتنې په یادو ناستو کې حکومتي مسوولینو ژمنه وکړه چې له دې وروسته به حکومتي ادارې خبریالانو ته د لا زیاتو سهولتونو د رامنځ ته کولو په برخه کې لا زیاته همکاري کوي.


د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټه د حکومت او رسنیو ترمنځ د لا ښې همغږي او د خبریالانو د کار لپاره د خوندي چاپېریال د رامنځ ته کولو لپاره دوامدارې هڅې کوي.