د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې د خبريالانو د کار پر وړاندې د ننګونو، اطلاعاتو ته د لاسرسي او د رسنيو او دولتي چارواکو ترمنځ د ښې همغږۍ د رامنځته کولو په موخه د کندهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور له رئيس انعام الله سمنګاني سره ناسته وکړه.
له دولت سره د افغان خبريالانو د خونديتوب د کمېټې د همغږۍ مسوول په دې غونډه کې معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې د خبريالانو لپاره د ښه چاپېريال په برابرولو ټينګار وکړ او ويې ويل، کمېټه هڅه کوي چې خبريالانو ته د کار ښه چاپیریال برابر کړي. ترڅو اطلاعاتو ته د لاسرسي لپاره رسنۍ وکولای شي په خوندي چاپیریال کې کار وکړي.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئيس انعام الله سمنګاني وويل، چي دغه رياست د خبريالانو او رسنيو لپاره خوندي چاپيريال رامنځ ته کړی او له کمېټې يې وغوښتل، چي د خبريالانو او رسنيو د ستونزو د اواري په برخه کي منظمي غونډي وکړي. هغه وویل د ژورنالیستانو ستونزې به په سمه توګه حل شي.
د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه په دوامداره توګه هڅه کوي چې د حکومت او رسنیو تر منځ ښه همغږي رامنځته شي او د خبریالانو لپاره خوندي کاري چاپېریال برابر شي.



